- مطابق
خبر:
له ټولې نړۍ څخه په لس ګونو زره د پانګوالۍ-ضد لاریون کوونکې د المان د هامبورګ په ښار کې راټول شوی وو، ترڅو د جولای د ۷ او ۸ مې نیټې د جي ۲۰ هیوادونو د سرمشریزې پر وړاندې لاریون وکړي، چې د ۲۰ شتمنو اولسونو مشران پکې ګډون کوي.
لاریون کوونکو د یو لړ بېلابېلو لاملونو څرګندونه کوله چې له هغې جملې يې د بېوزلۍ د پای ته رسېدو، په شتمنۍ کې د نا انډولۍ او په ټوله نړۍ کې د ښکېلاکګرو جګړو پای ته رسېدو غوښتنه کوله. دغه راز د چاپېریال ساتنې پلوي يې هم کوله. د راز راز پیغامونو سره سره، د لاریون کونکو غوسه د پانګوال نظام او نړیوالو پالیسیو پر وړاندې یوه وه او دوی یې په رښتیني توګه د بشپړې ګډوډۍ، بې انصافۍ، نا انډولۍ، په اولسونو او ټوله نړۍ کې د بدمرغیو او کړکېچونو په رامنځته کولو تورن کړ.
تبصره:
د ناستو او غونډو پر وړاندې داسې ستر لاریونونه، لکه د شلو شتمنو هیوادونو (G20) سرمشریزه یا د ستر اقتصادي کړکېچ او د پانګوالۍ-ضد لاریونونه د نړۍ په زیاتو هیوادونو کې کیږي، لکه په بریتانیه کې چې د جولای پر لومړۍ نېټه لاریون وشو، چې زرګونو ګډونوالو برخه پکې اخیستې وه او په ښکاره ډول يې له نړیوال پانګوال نظم سره د دوی ناخوښي څرګندوله. دا ډېر د حیرانتیا ځای دی چې د دغه بې عدالته نظام قوانینو او پالیسیو شتمني د مخورو، څو شتمنو بانکونو او شرکتونو په واک کې ورکړې چې د ډېرو وګړو په زیان يې د نړۍ سرچینې انحصار کړي، په میلیونو خلک يې له بېوزلۍ سره مخ کړي او د ورانوونکو جګړو د مالي ملاتړ په موخه يې د بهرنیو خاورو شتمنۍ چور او لوټ کړې.
په رښتیا دغه زهرجن نظام نن فرصت پیدا کړی!
له بده مرغه، دغه ډول ډله ییز لاریونونه کول د نړۍ د پاګوال نظم په له منخه وړلو او د یو مهم سیاسي بدلون په منځته راتګ کې پاتې راغلي. د بېلګي په توګه، موږ ولیدل چې په څومره جوش سره د والسټريټ (Wall Street) ښکېلاکګر خوځښتونه راپورته شول، چې دوی به د نړيوالې اقتصادي ناانډولۍ او پر حکومتونو باندې د لویو شرکتونو ناروا نفوذ پر وړاندې لاریونونه تر سره کوي او بیا به په نړۍ کې ښارونو ته خپریږي، خو دا ډول خوځښتونو د شته حالت په بدلون کې هيڅ کوم ډول اغېز نه درلود.
له دې امله، نوموړي خوځښتونه او لاریونونه د غوښتنو او ارمانونو داسې یوه ټولګه وړاندې کوي چې غواړي له دې لارې د خلکو ژوند ته وده ورکړي او بې عدالتي له منځه یوسي، خو د یو روښانه لیدلوري او تګلارې نشتوالی او دغه راز د سالم اقتصادي او ټولنیزو حل لارو ترڅنګ د واقعي بدیلي سیاسي تګلارې نشت هغه څه دې چې د نوموړو موخو حقیقت روښانه کوي. د بېلګې په ډول، د اتلانتیک اژانس مرستیال مدیر، مایسیس نیم لیکي: ”د ډېرو ښارونو په واټونو کې یو پیاوړۍ سیاسي انجن چلیږي. نوموړی انجن په ډېره چټکتیا سره څرخي او زښته زیاته انرژي تولیدوي. خو دغه انجن پاييې (ټیرونه) نه لري، نو ځکه دغه غورځنګونه حرکت نه کوي. “
فعالان تر ډېره بریده د نوو پالیسیو غوښتونکي دي چې نوموړي پالیسۍ یوازې د دوی په ایالتونو کې د نیمګړې اصلاح استازيتوب کوي. دا په داسې حال کې ده چې نوموړي د پانګوال نظام د عمومي طرحي ساتنه کوي او دې حقیقت ته په کتو سره ټول نظام دې موخې ته چمتو نه دی. یا دوی د دیموکراتیک نظام په چوکاټ کې د بدلون غوښتنه کوي، په دې موخه چې د دولت په دیموکراټیکو بنسټونو کې باید پرمختګ رامنځته شي ، ترڅو له لویو شرکتونو سره یا د بې عدالته پانګوالو پالیسیو سره مبارزه وشي.
په هر حال ، دوی دا ټکی هیر کړی چې دا یو دیموکراټیک نظام دی، انسانان په کې قوانین جوړوي، د واکمنو مخورو پر مخ يې دروازه پرانیستې چې د خپل ځان د ساتنې او ځاني ګټو په موخه قوانین جوړ کړي، ترڅو د عامو خلکو په پرتله شتمن او پیاوړي خلک ترې ګټه پورته کړي.
د دې تر څنګ، هغه کسان چې د سوسیالیسټ نظام ملاتړي دي، دوی غواړي د پانګوال نظام بنسټ په خپلو دولتونو کې کیږدي. داسې ښکارې چې دوی د سوسیالیسټ نظام بشپړې ناکامې تجربې په خپلو هیوادونو کې له پامه غورځوي، لکه په کیوبا او وینزویلا کې چې اوس پکې ډېر کسان په ستره بېوزلۍ کې ژوند کوي یا په فرانسه، یونان، ارجنټاین او نورو ځایونو کې ناکام سوسیالیسټ ګوندونه، غواړي چې په خپلو هیوادونو کې اقتصادي کړکېچ له منخه یوسي. په برتانیه کې هغه څوک چې سوسیالیسټ کارګر رهبر، جرمي کورباین (Jeremy Corbyn ) ته د مسیح په سترګه ګوري چې دی به و کولای شي د اقتصادي بې عدالتیو او د هیواد د ستونزو علاج وکړي. داسې ښکاري چې دوی د ۱۹۷۰م کال هغه ناخوالې له یاده ایستلي چې په برتانیه کې سوسیالیسټ واکمنۍ ”ژمنۍ ناخوښۍ “ رامنځته کړې او پراخ بریدونه په خصوصی سیکتور (عامه برخو) کې هیواد پر ګونډو او له اقتصادي زوال سره یې مخ کړ. نوموړي بریدونه د پیاوړو سوداګریزو اتحادیو له لوري د معاشونو د زیاتوالي په موخه د هغه سوسیالیسټ کارګر حکومت پر وړاندې په لاره اچول شوي وو، چې پر معاشونو يې محدودیت لګولی و، ترڅو په هیواد کې د ګرانۍ او د بیعو د جګوالي مخه ونیسي. همدا ده چې سوسیالیزم خلکو ته هیڅ نه ورکوي بلکې د خوشحالۍ یو سیاسي ناوړه انځور ورکوي، ترڅو د هغو ناخوالو سره مخالف وښيي چې پانګوال نظام یې لامل شوی.
واقعیت دا دی چې پانګوال او سوسیالیسټ دواړه نظامونه د اقتصادي عدالت د ډاډمنتیا او سوکالۍ په موخه د خپلو اقتصادي چارو په تنظیم کې له ماتې سره مخ شوي، داسې اقتصادي عدالت او سوکالي چې دوامداره او پرته له لږکیو څخه ټولو خلکو ته د خوښی وړ وي. د اسلام اقتصادي نظام د خلافت له لارې پلی کیږي، یوازېنی هغه نظام دی چې د بېوزلۍ په حل کې او دغه راز په یو دولت کې د اقتصادي هوساینې په راوستو کې بریالی تجربه شوی ریکارډ لري.
په دې نظام کې لومړۍ، د بنسټیزو قواعدو له مخې د تولیداتو په پرتله د پانګې پر اغېزمن وېش باندې غور کیږي لکه په پانګوال نظام کې او دوهم، یو لړ سالم اقتصادي اصول او قوانین دي چې په مټ يې د شتمنیو عادلانه وېش او اقتصادي پرمختګ، دواړه په لاس راځي. نوموړی نظام د سود او شتمنۍ ټولولو مخه نیسي چې له همدې امله د څو کسانو په لاسونو کې د شتمنیو له لوېدلو څخه مخنیوی کیږي. همدا راز نوموړی نظام د عامه سرچینو له خصوصي کولو څخه ډډه کوي او د ټولو عامه ګټو تضمین کوي.
بله دا چې، په دې کې د سرو زرو معیاري مالي نظام پلي کول شامل دي چې د انفلاسیون مخه نیسي او د ټیټ مالیاتي نظام پلي کېدو ته پراختیا ورکوي، ترڅو خلک پانګونې، سوداګریزي پراختیا، او کارموندنې ته وهڅوي. له همدې امله، خلافت د نبوت پر طریقه ولاړ، یوازې د باور وړ بدیل سیاسي نظام دی چې کولی شي د پانګوال نظام نړیوالو ناخوالو ته د پای ټکی کیږدي.
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره
ډاکټر نسرین نواز
د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګې رییسه